Asset 1SWN

سلام وطندار

د سوریې دمشق په هوايي ډګر کې ۱۰۰۰ جسدونه موندل شوي

Deadly-earthquake-in-Turkey-and-Syria-3-q275a299egxuvol9ybnkxwwd41fso8h5jrkauhd1u0

د سوریې پلارمېنې دمشق څخه بهر په یوه پوځي هوايي ډګر په اوو ډله‌ییزو قبرونو کې شاوخوا د ۱۰۰۰ کسانو جسدونه موندل شوي دي.

په هغه راپور کې چې له رویټرز سره شریک شوی، د سوریې د عدالت او حساب ورکولو مرکز ویلي، دوی د ډسمبر په میاشت کې د ولسمشر بشارالاسد له ګوښه‌‌کېدو وروسته د دمشق په څنډه کې د میزه په پوځي هوايي ډګر کې د عیني شاهدانو، سپوږمکۍ عکسونو په کارولو سره د قبرونو ځایونه موندل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه ډله‌ییز قبرونه تر ډېره په هوايي ډګر او پاتې نور یې، د دمشق په بېلابېلو سیمو کې موندل شوي دي.

یوه پوځي چارواکي ابوبکر رویټرز ته ویلي چې د بشرالاسد د حکومت له پرځېدو وروسته شاوخوا ۱۰۰زره بندیانو ونشوای کړای چې له بند‌خونو راووځي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه ډله‌ییز قبرونه پنج‌شنبه، فبرورۍ ۲۷مه د دمشق په یوه پوځي هوايي ډګر کې موندل شوي دي. دې ډله‌ییزو قبرونو کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو جسدونه پیدا شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام