Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې ۱۰۰ ټنه بې‌کیفیته توکي وسوځول شول

بې‌کیفیته توکي سوځول

د کندهار ځايي مسوولان وايي، د میلیونونو افغانیو په ارزښت یې سل ټنه درمل، خوراکي او غیرخوراکي توکي سوځولي.

د کندهار د مستهلکینو کمیسیون مشر احمدالله حقاني وايي، دغه توکي د تېرو دريو میاشتو په موده کې د دغه ولایت په بېلا-بيلو برخو کې نيول شوي وو.

د هغه په خبره، له دې وروسته هغه سوداګر او پلورنکي محکمې ته سپاري چې له يو ځل زيات يې پلورنځي کې بې‌کېفيته يا تاريخ تېره توکي وموندل شي.

ده وویل: «هغه سوداګر او پلورنکي به له دې وروسته محکمې ته سپاري چې تر یو ځل زيات يې پلورنځي کې تر وخت تېر يا هم ټيټه کيفيته توکي وموندل شي.»

د کندهار اوسېدونکي له ښاره د ټيټ‌کېفيته خوراکي او غيرخوراکي توکو د ټولونې له بهيره هرکلی کوي او د هغو سوداګرو پر وړاندې د جدي چلند غوښتنه کوي چې دغه توکي واردوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کندهار دوو اوسېدونکو محمد او عبدالکريم وویل: «موږ له ښار څخه د ټيټ کېفيته خوراکي او غيرخوراکي توکو د ټولونې هرکلی کوو او له چارواکو غواړو چې د هغو سوداګرو پر وړاندې جدي چلند وکړي چې دا توکي واردوي.»

«د خلکو روغتيا او د خوړو خوندیتوب د جدي څارنې غوښتنه کوي، له همدې امله باید د ښار هټۍ او راتلونکې توکي هره ورځ په دقت وڅارل شي.»

د مسوولانو په خبره، د کندهار د یولسو ریاستونو له غړو جوړ د مستهلکينو کمېسيون د خلکو د روغتيا او د خوړو د خونديتوب په موخه هره ورځ ښاري هټي او ښار ته راتلونکې ټول خوراکي او غير خوراکي توکي په جدي توګه څاري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام