Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې په ۱۰ میلیونه افغانۍ د څښاک اوبورسولو شبکې جوړې شوې

اوبو شبکه لوګر

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو دوه شبکې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه شبکې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو  ملاتړې ادارې (UNECEF) له لوري جوړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست رییس مولوي محمدقاسم راشد وویل، د څښاک پاکو اوبو رسولو دغه شبکې د ازرې ولسوالي په «منګل» کلې کې د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړې او نن ګټې ‌اخېستې ته  وسپارل شوې.

راشد زیاته کړه، یادو شبکو ته منظمې د اوبو ذخیرې، د برښنا لمریزو دړو سېستم، کورنیو ته د پیپونو غځول او همدارنګه د هستوګنې کورنو ته داوبو نلکې جوړې شوې دي.

د ده په وینا، د څښاک پاکو اوبو له یادو شبکو څخه شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ ګټه اخلي او په پام کې ده، ورته د څښاک پاکو اوبو رسولو نورې شبکې هم په لرو پرتو ولسوالیو او کلیو کې جوړې شي.

بلخوا  لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، کورنیو او نړیوالو بنسټونو ته پکار ده چې د ولسونو د اړتیا له مخې، ټولګټې پروژې پلې کړي.

نوموړي له ولسونو وغوښتل چې د ټولګټو پروژو په عملي کېدو او ساتنه کې د دولت او نړیوالو بنسټونو ملاتړ وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هیره دې نه وې چې له دې وړاندې د (UNICEF) له لوري د لوګر په مرکز پل‌علم، محمداغې، بره‌‌کې برک او خروار ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو ورته شبکې جوړې او ګټې‌اخېستنې ته سپارل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام