Asset 1SWN

سلام وطندار

لبنان کې د اسراییلو د برید پرمهال ۱۰کسان وژل شوي

اسراییل پوځ بمونو غورځول

د لبنان رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسراییلو په یوه هوايي برید کې د دغه هېواد په ختیځ کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، دا برید د لبنان د بعلبک ولسوالي اړوند د تمنین التحتا په سیمه کې پر یوې هستوګنیزې ودانۍ شوی دی.

د لبنان د ملي خبري اژانس په وینا، یاد کور کې یو سوریایۍ کورنۍ هستوګنه وه او د برید پرمهال ملکي وګړي پکې مېشت وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تراوسه د پېښې په اړه د تلفاتو د هویت او د ټپیانو د وضعیت په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره شوي او د اسراییلو له لوري هم په دې اړه رسمي څرګندونې نه‌دي شوې.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د لبنان په ختیځو سیمو کې د اسراییلو هوايي بریدونه زیات شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام