Asset 1SWN

سلام وطندار

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۱۰ کسانو ژوند بایللی

Smoke and flames rise after an Israeli military strike on a building in Gaza City, Friday, Sept. 12, 2025. (AP Photo/Yousef Al Zanoun)

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییل تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

الجزیرې خبري شبکې نن سه‌شنبه حمل ۱۸ / اپرېل ۷ راپور ورکړی چې اسراییل تېره ورځ د غزې په مرکز کې د المغازي کډوالو کمپ ته څېرمه سیمه په نښه کړې.

د «شهدای الاقصی» روغتون یوه اعلامیه کې ویلي: «د اسراییل د توپچي بریدونو او د المغازي کډوالو کمپ ختیځ کې د نښتو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي چې د شپږو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.»

د تېر میلادي کال د اکټوبر له اوربند راهیسې، اسراییل لا هم د غزې په بېلابېلو سیمو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د غزې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه حماس پر اسرائیل برید وکړ او یو شمېر کسان یې یرغمل کړل. له دې وروسته اسرائیل پر غزې پراخ پوځي بریدونه پيل کړل.

که څه هم دا مهال د امریکا په منځګړیتوب د دواړو لورو ترمنځ اوربند نافذ شوی، خو راپورونه ښيي چې اسرائیل تر اوربند وروسته هم بریدونو ته دوام ورکړی، چې په پایله کې یې سلګونه نور فلسطینیان وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام