د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د بینالافغاني خبرو له پیله شاوخوا یوه میاشت اوړي، خو اوس د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ادارې په دغو خبرو کې اطلاعاتو ته پر لاسرسي له شته محدودیتونو نیوکې کوي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نۍ رییس مجیب خلوتګر وايي، د سولې په بینالافغاني خبرو کې اطلاعاتو ته لاسرسی نه شته او د هېواد رسنۍ د دغو خبرو په تړاو تازه خبرونه او معلومات له بهرنیو رسنیو ترلاسه کوي.
خلوتګر زیاتوي، اطلاعاتو ته پر لاسرسي لګول شوي محدودیتونه لامل شوي چې په دغو خبرو کې ډېر مهم ټکي له خلکو پټ پاتې شي.
د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره دغه راز وايي، د بینالافغاني خبرو تر پایه باید په دوحه کې د افغان رسنیو په استازیتوب یو څارونکی پاتې شي او د لومړي لاس کره معلومات له خلکو سره شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ژورنالستانو ملي اتحادیې د هغو خبریالانو او رسنیو لپاره د بینالافغاني خبرو د راپور ورکونې لارښود چمتو کړی چې په قطر کې د سولې له خبرو راپورونه چمتو کوي.
د ژورنالستانو ملي اتحادیې مشر فهیم دشتي وايي، د دې لارښود له مخې به د سولې خبریالانو ته روزنه ورکړل شي چې څنګه کولای شي د نویو لارو په کارونې سره کره او باوري اطلاعات ترلاسه کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال عبدالمنان شیوای شرق وايي، رسنۍ باید د سولې راپور ورکونې لارښود په کارولو سره د سولې په بینالافغاني خبرو کې فعال رول ولري.