Asset 1SWN

هلمند کې ۵۶کلن سیدولي د کانکور ازموینه کې کډون کوي

۰۰۰۰۰

هلمند کې ۵۶کلن سیدولي د روان کال کانکور ازموینې کې تر ټولو د لوړ عمر ګډون‌کوونکی دی.

هغه په ۵۶کلنۍ کې له شپي ښوونځي فارغ شوی او په وینا یې، خوښ دی چې د کانکور ازموینه کې ګډون کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ازموینو ملي ادارې نن سه‌شنبه، چنګاښ ۱۲مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «سیدولي، هلمند کې د کانکور ازموینې یو تن مشر ګډونوال چې نن یې د کانکور ازموینې لپاره خپل بایومتریک معلومات ثبت کړل. نوموړی په ۵۶کلنۍ کې د شپې ښوونځي څخه فارغ شوی او وایي خوښ یم چې اوس راته د لوړو زده‌کړو زمینه برابره شوې او غواړم خپلې زده کړې بشپړې کړم.»

نن د هېواد په ننګرهار، لغمان، کندهار، خوست، هلمند، نیمروز او فراه ولایتونو کې د کانکور ازموینې څلورم پړاو لپاره د بایومټریک بهیر پیل او دوه ورځې به دوام وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو ولایتونو له دولسم ټولګیو فارغو زده‌کوونکو څخه به د روانې اوونۍ د پنج‌شنبې او جمعې پر ورځو د کانکور ازموینه واخیستل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام