جوزجان ولايت کې يوه امنيتي سرچينه سلاموطندار ته وايي چې يوه ولسي پاڅونکوونکي خپل دوه همکاران د موبايل د چارجر پر سر وژلي دي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دا پېښه د سې شنبې په شپه د ياد ولايت د اقچې ولسوالۍ په يوه امنيتي پوسته کې شوې ده.
د سرچينې په وينا، دغه سرتېري چې خپل ملګري په ډزو وژلي، د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی.