د اسراییلو پوځ ویلي چې اته سرتېري یې پرون د غزې په سوېل کې وژل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یاد سرتېري د انجینرۍ ډلې غړي وو چې په د رفح ښار د لوېدیځ اړوند په تلالسلطان سیمه کې یې پر زرهي موټر شوې چاودنه کې وژل شوي دي.
رویټرز د حماس له قوله لیکلي چې د یادو اسراییلي سرتېرو موټر د ماینونو په ډګر کې پاتې شوی دی.
دا په وروستیو څو میاشتو کې د اسراییلو پر پوځ تر ټولو خونړی برید و. د اسراییلو او حماس ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې ۳۰۷ اسراییلي سرتېري وژل شوي دي.