د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وايي چې راتلونکې میاشت به د امریکا ولسمشر جو بایډن ته د بریا پلان وړاندې کړي.
نوموړي ویلي چې د روسیې د کُرسک سیمې ته د اوکرایني ځواکونو ورننوتل هم د دې بریالي پلان یوه برخه وه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «د پلان برياليتوب به بايډن پورې تړاو ولري چې ايا امریکا به اوکراين ته هغه څه ورکړي چې دې پلان کې شامل دي، که نه؟ او ايا موږ به اجازه ولرو چې دغه پلان وکارو، که نه؟»
د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، د کرسک سیمې د اشغال هوډ نهلري او په وینا یې، هڅه یې دا وه چې د اوکراین ختیځ کې د روسي ځواکونو پام واړوي.
د یاد هېواد لوی درستیز بیا ادعا کړې چې اوکرایني ځواکونو د روسیې ۱۲۹۴ کیلومټره مربع خاوره او سل ښارګوټي نیولي دي.
پر کُرسک سیمې د برید په غبرګون کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، اوکراین ته به د دغه برید له امله «ښایسته ځواب» ورکړي.