د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي چې د جګړې پای ته رسولو لپاره د ډونالډ ټرمپ طرحه باید نه یوازې جګړه ودروي، د روسیې د تېري مخنیو هم باید تضمین کړي.
زېلېنسکي زیاته کړې چې اوکراین نهغواړي، هغه سوله او هوکړې تکرار کړي چې اوس یې، له امله جګړه کې دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه له ایټيوي سره مرکې ویلي: «یوه درېدلې جګړه به د بیاځلې یرغل لامل شي. دا وضعیت به تاریخ کې د کوم کس نوم ګټلی اعلان کړي؟ د هېڅ کس. دا به د ټولو لپاره ماته وي، هم موږ او هم ټرمپ.»
هغه زیاته کړه: «ټرمپ نه یوازې باید جګړه پای ته ورسوي، بلکې داسې څه وکړي چې پوتین ته نور چانس ورکړي چې جګړه وکړي. دا اصلي نکته ده او ټول یې، باید ارزښت ته پام وکړي. دا رښتینې کامیابي ده.»
نوموړي یوځل بیا د جګړې پر پای ته رسولو ټيڼګار کړی.