Asset 1SWN

سلام وطندار

زېلېنسکي: د بریا پلان چمتو دی

_123862965_gettyimages-1239279359

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وايي، د بریا پلان چې اوکراین به سوله ټینګه او دغه هېواد پیاوړی کړي، چمتو شوی دی.

نوموړي چهارشنبه، سپټمبر ۱۸مه ویلي چې د بریا دغه پلان پر بنسټ به د ټولو شخړو مخه ونیول شوي او د سولې رامنځته کېدو لامل به شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

زېلېنسکي تېره میاشت ژمنه کړې وه چې د ملګروملتونو کلنۍ غونډې پرمهال به د امریکا ولسمشر جوبایډن ته د بریا پلان وړاندې کړي.

هغه په خپله یوه ویډیويي وینا کې ویلي: «نن شپه ویلی شو چې نن زموږ د بریا پروګرام بشپړ شوی دی. ټول نکات، ټولې اړینې برخې او ټول اړین اړخونه دې طرحه کې مشخص شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې تر ټولو مهمه برخه د یاد پلان پلي‌ کولو ته هوډ لرل دي. زېلېنسکي وویل چې سوله هېڅ ځای‌ناستی نه‌لري.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

روسیې په وار وار ویلي چې اوکراین سره خبرو ته اماده دی، خو له هغه وخت راهیسې چې اوکرایني ځواکونو د روسیې پر کرسک سیمه برید کړی، د سولې خبرې ردوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام