Asset 1SWN

زېلېنسکي: د روس په ملاتړ جنګېدونکي چینايان مو نیولي

volodymyr-zelensky-speaks-kyiv

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي وايي چې اوکرایني ځواکونو په ختیځ اوکراین کې دوه چینایان چې د روسیې لپاره جنګېدل، نیولي دي.

زېلېنسکي پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه چینايي سرتېري ویډیو خپره کړې او ورسره یې، لیکلي، کېیف معلومات لري چې جګړه کې نور چینايان هم پر جګړه بوخت او ښکېل دي.

چین د روسیې نږدې ملګری هېواد بلل کېږي، خو تراوسه په ښکاره توګه د اوکراین پروړاندې جګړه کې په مستقیمه توګه ښکېل نه‌پېژندل کېږي.

هغه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په اشارې سره لیکلي: «د روسیې له لوري د چین او نورو هېوادونو سره یوځای په مستقیم یا غیرمستقیم توګه د اروپا په دې جګړه کې ښکېلتیا یو روښانه اشاره ده چې پوتین د جګړې پای ته رسولو پرځای، د بل څه اراده لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


چین تراوسه د اوکرایني سرتېرو له لوري د دوو چینایانو د نیولو په تړاو څه نه‌‌دي ویلي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري له برید راهیسې د ایران ډرونونه او همدارنګه د شمالي کوریا توغندي او توپخانې کارولي دي.

کیف دا هم وايي چې د پیونګ یانګ سرتیري د روسیې د لوېدیځې کرسک سیمې په ځینو برخو کې د اوکرایني ځواکونو سره د مبارزې لپاره ځای پر ځای شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام