Asset 1SWN

سلام وطندار

زېلېنسکي: اوکراین به یرغلګرو ته خپله خاوره ورنه‌کړي

volodymyr-zelensky-speaks-kyiv

د اوکراین ولسمشر ولوېمیر زېلېنسکي وايي چې د دغه هېواد اساسي قانون څخه سرغړونه نه‌شي کولای او په وینا یې، یرغلګرو ته به خپله خاوره ورنه‌کړي.

زېلېنسکي د پوتین او ټرمپ لیدنې په اړه ویلي چې اوکراین سولې ته د رسېدو لپاره رښتینو حل‌لارو ته اماده دی. د نوموړي په وینا، د کېیف له شتون پرته هر ډول حل لاره به د اوکراین پر وړاندې حل‌لاره وي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې چې ډونالډ او ولادېمیر پوتین د روانې اګسټ میاشتې په ۱۵مه په الاسکا کې لیدنه ولري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تمه کېږي چې په دې مخامخ لیدنه کې د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره دواړه لوري یوې پایلې ته ورسېږي. ټرمپ هم ویلي، تمه لري چې دغه لیدنه د اوکراین د جګړې پای ته رسولو لامل شي.

له دې وړاندې روسیې په وار وار د اوکراین د څلور سیمو د ورسپارلو غوښتنه کړې او ټينګار یې کړی چې د دې سیمو له نیولو پرته به جګړه ونه‌درېږي.

اوکراین او روسیې تېره میاشت په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړې چې بې‌پایلې وې او یوازې د بندیانو تبادله په‌کې وشوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام