Asset 1SWN

سلام وطندار

زېلېنسکي ټرمپ ته: چاته ځمکه نه‌ورکوو

volodymyr-zelensky-speaks-kyiv

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي اعلان کړی چې هېواد به یې نن سه‌شنبه، د لیندۍ ۱۸مه، یوه اصلاح‌شوې طرحه متحده ایالاتو ته وسپاري.

زېلېنسکي ویلي چې دغه شل مادییزه طرحه له سلا مشورو وروسته بشپړه شوې ده. نوموړي څرګنده کړې چې په طرحه کې د خاورې د هر ډول امتیاز یادونه نه‌ده شوې، ځکه د اوکراین اساسي قانون د خاورې د سپارلو اجازه نه‌ورکوي.

زېلېنسکي د ټولنیزو رسنیو په یوې خپره کړې ویدیو کې ویلي چې د امریکا دریځ د «منځنۍ حل‌لارې» موندلو لوري ته مایل دی، خو ټینګار کوي چې هر ډول ممکنه سوله باید د اوکراین حاکمیت ته درناوی وکړي او د هېواد اوږدمهاله امنیت تضمین کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا، راپورونه وايي چې اوکراین د سپینې ماڼۍ تر فشار لاندې دی، څو ژر تر ژره د جګړې د پای لپاره د خبرواترو پر یوې هوکړې سلا وکړي.

سره له دې، نه مسکو او نه هم کییف تر اوسه د هغه چوکاټي توافق پراخې نښې ښکاره کړي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټیم له لوري ترتیب شوی و.

د امریکا استازي ستیو ویتکاف او جرد کوشنر تېره اوونۍ مسکو ته طرحه وړې وه او وروسته یې له اوکرایني چارواکو سره میامي کې خبرې وکړې چې بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام