Asset 1SWN

زېلېنسکي: روسیه باید په زور سولې ته کېښنول شي

ولودیمیر+زلنسکی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي امنیت شورا ته ویلي چې دغه هېواد کې د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره خبرې بسنه نه‌کوي او روسیه باید په زور سولې کولو ته  کېښنول شي.

نوموړي د یادې شورا د ۱۵ غړیو هېوادونو د لوړې کچې دې غونډې ته ویلي چې پوتین نړیوال جرمونه کړي او په وینا یې، دومره نړیوال قوانین یې تر پښو لاندې کړې چې یوازې دی یې مخه نه‌شي نیولی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «له همدې امله نشو کولای چې دا جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوو. یوازې کولی شو چې روسیه سولې ته اړ کړو او دا هغه څه دي چې اړتیا ده ورته؛ سولې ته د روسیې مجبوره کول، د جګړې یوازینی یرغلګر او د ملګروملتونو د منشور سرغړونکی.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

 ولودیمیر زېلېنسکي دغه هېواد کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د «بریا پلان» په نوم طرحه جوړې کړې او هوډ لري چې خپل لوېدیځ او ملګري هېوادونه وهڅوي، څو له دې طرحې ملاتړ وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام