د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي وايي چې دغه هېواد سره د امریکا له لوري شوې مخکینۍ مرستې به د پور په توګه ونهپېژني.
زېلېنسکي دغه څرګندونې په کېیف کې له خبریالانو سره په یوې ناسته کې کړې دي.
نوموړي همداراز ټينګار کړی چې امریکا سره د کانونو په اړه هوکړه باید له اروپايي ټولنې سره د اوکراین د یوځای کېدو مخه ونهنیسي.
نوموړي زیاته کړې چې د امریکا لهخوا د اوکراین کاني منرالونو ته د لاسرسي اړوند تړون په اړه لا مخکې دی چې قضاوت شي. امریکا اوکراین ته د دغه هېواد له کمیابه کانونو د استفادې لپاره یو تړون وړاندیز کړی دی.
د یاد تړون له مخې به امریکا د اوکراین له کانونو کمیابه منرالونه اخلي او په بدل کې به یې، دغه هېواد سره پوځي مرسته او امنیت تضمینوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د زېلېنسکي په وینا، د امریکا له لوري وړاندیز شوی متن، له هغه پخواني تړون څخه “په بشپړه توګه توپیر لري” چې ټاکل شوې وه، تېره میاشت ډونالډ ټرمپ سره د نوموړي د لیدنې پرمهال لاسلیک شي.
د ټرمپ او زېلېنسکي هغه لیدنه له ناندریو ډکه او بېپایلې پای ته ورسېده.
هغه په کیف کې یوې خبري غونډې ته وویل: «چوکاټ بدل شوی دی. راځئ چې دا چوکاټ مطالعه کړو او بیا خبرې پرې وکړو.»