د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي د روسیې په ۳۷ ډلو او د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او پوهنې وزیر په ګډون پر ۱۰۸ کسانو بندیزونه لګولې دي.
زېلنسکي ویلي چې پر یادو ډلو او کسانو یې د بندیزونو لګولو موخه د جګړې پر مهال د اوکرایني ماشومان برمته کولو او د روسیې نورو ترورونو سره مبارزه کول دي.
نوموړي زیاته کړې چې دغه نوملړ کې هغه کسان شامل دي چې له اشغال شویو سیمو څخه یې د اوکرایني ماشومانو په برمتهکولو کې لاس درلود او په بېلابېلو لارو یې د اوکراین په خلاف روسیې سره مرسته کړې ده.
نوموړي په یوې ویډیو کې ویلي: «موږ د یوه دولت په توګه پر دوی فشار زیاتوو او هر یو باید د خپلو کړنو مسوول وي.»
زېلنسکي پر لګول شویو ډلو او کسانو د سرغړونو په اړه څه ونهویل، خو زیاته یې کړه چې پر روسي کسانو یې لس کاله او ډلو یې پنځه کاله بندیزونه لګولې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
کيېف ویلي چې روسیې شاوخوا ۲۰زره اوکرایني ماشومان د خپلو کورنیو له خوښې پرته روسې او اشغال شویو سیمو ته لېږدولې دي.