Asset 1SWN

سلام وطندار

زېلېنسکي: سوله به څوک د ډالۍ په توګه رانکړي

volodymyr-zelensky-speaks-kyiv

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي چې سوله به څوک دغه هېواد ته د ډالۍ په توګه ورنکړي او په وینا یې، امریکا به د کیېف ترڅنګ درېږي او د روسیې ۳۴ میاشتني یرغل ته به د پای ټکی کېږدي.

نوموړي د نوي کال مبارکي پیغام کې خپلو خلکو ته ویلي چې یوازې یو پیاوړی اوکراین کولای شي، سوله تضمین کړي او خپل نړیوال درناوی ترلاسه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

زېلېنسکي په دې ۲۱ دقیقې وینا کې ویلي: «موږ پوهېږو چې څوک به سوله د ډالۍ په توګه رانکړي، خو موږ به د روسیې درولو او جګړې پای ته رسولو لپاره هر کار وکړو. هغه څه چې موږ هر یو یې، هیله لرو.»

نوموړي د یادې وینا په یوې برخه کې همداراز وویل: «زه شک نه‌لرم چې د امریکا نوی ولسمشر غواړي او کولای شي، سوله ټينګه کړي او د روسیې «ولادیمیر پوتین» تېري ته د پای ټکی کېږدي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه همداراز وویل چې راتلونکي کال هره ورځ باید وجنګېږو، څو اوکراین پیاوړی شي او په وینا یې، د یوه داسې اوکراین غږ اورېدل کېږي او د درناوي وړ به وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام