Asset 1SWN

زرداري د افغانستان په اړه له قطري چارواکو سره خبرې کړي

images

د پاکستان ولسمشر اصفعلي زرداری د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال‌ثاني او د دې هېواد د دفاع له وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمان ال‌ثاني سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ چهارشنبه، (لړم ۱۴مه) په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې زرداري د دوحې د سولې خبرو کې د قطر رول ستایلی او هغه یې مهم بللی دی.

د اعلامیې له مخې، ولسمشر زرداري د قطر له دفاع وزیر سره په جلا لیدنه کې د سیمه‌ییزې سولې او په ځانګړي ډول د افغانستان د ثبات لپاره د ګډو همکاریو پر دوام خبرې کړې دي.

قطر او ترکیه له هغه وخت راهیسې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي چې له یوې اوونۍ نښتو وروسته د دواړو لورو اړیکې ترینګلې شوې. د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو وړاندې هم په دوحه کې د خبرو یو پړاو ترسره کړی و.

د زرداري دا سفر داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې سبا په استانبول کې د اسلامي امارت او پاکستان د نویو خبرو بل پړاو پیل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام