Asset 1SWN

سلام وطندار

د ذاکر جلالي او د ترکیې شارژدافیر لیدنه؛ د اړیکو پر پیاوړتیا بحث شوی

G9AkY3EaMAArxtc

کابل کې د ترکیې سفارت تېره ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان لپاره د دې هېواد نوي شارژدافیر سادین آی‌ییلدیز د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له دویم سیاسي مشر ذاکر جلالي سره لیدلي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه لیدنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا بحث او خبرې شوي.

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي مشر ذاکر جلالي هم پر اېکسپاڼه ویلي، د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت له ترکیې هیواد سره د دوستانه او پایلو پر بنسټ اړیکو پیاوړتیا ته ارزښت ورکوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه ویلي: «زه کابل کې د ترکیې سفارت کې د شارژدافیر په توګه سادین آییلدز ته تود هرکلی وایم او په خپل نوي رول کې ورته د بریالیتوب هیله کوم.»

د ذاکر جلالي په وینا، د اسلامي امارت حکومت باور لري چې د هغه دوره به د ګډو ګټو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا پراختیا لپاره مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام