د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري له څرګندونو وروسته ویلي، د هغه خبرې نه یوازې له واقعیت سره تړاو نهلري، بلکې د یو مسؤل پوځي موقف له معیارونو سره هم په ټکر کې دي.
ښاغلي مجاهد ویلي چې اسلامي امارت دا ډول غیرمسؤولانه او تحریکوونکې څرګندونې غندي او د پاکستان له اړوندو ادارو غواړي چې د رسمي دریځونو له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بېمنطقه تبلیغاتو پر ځای، د خپلو داخلي مسایلو پر حل تمرکز وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه پر اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان د قوي امنیتي جوړښت او مقتدرې رهبرۍ لروونکی یو خپلواک او باثباته هېواد دی چې په ټولې خاورې حاکمیت لري.
ذبیحالله مجاهد وویل: «غواړو په صراحت ووایو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګندونې او د ګواښ ژبې کارول افغان ملت ته هېڅکله د منلو وړ نه دي.»
د اسلامي امارت ویاند د پاکستان له اړوندو ادارو غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، د مسوولانه دریځ او د سنجول شویو څرګندونو لاره خپله کړي.