Asset 1SWN

سلام وطندار

ذبېح‌الله مجاهد: د اسلامي امارت او پاکستان خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې

ذبیح‌الله مجاهد 2223

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن شنبه، لړم ۱۷مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي امارت او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي.

مجاهد د شنبې په ورځ، د لړم ۱۷مه، په یوې آنلاین خبري غونډې کې وویل چې د پاکستان داخلي ستونزې، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) فعالیتونه او د امنیتي پېښو زیاتوالی د اسلام‌اباد د ناکامې پالیسۍ پایله ده او امارت اسلامي سره هېڅ تړاو نه‌لري.

مجاهد زیاته کړه: «پاکستاني لوري د مذاکراتو پرمهال هڅه وکړه چې ټول امنیتي مسؤلیتونه د افغانستان حکومت ته وسپاري، په داسې حال کې چې دوی خپله د افغانستان او یا حتی د خپل هېواد د امنیت د ساتلو لپاره هیڅ چمتوالي نه درلود. دغه غیر مسؤلانه کړنې او د همکارۍ نشتوالي د اسلامي امارت د نېکو نیتونو او د منځګړیو د هڅو پر وړاندې مذاکرات بې‌پایلې کړل.»

د اسلامي امارت د ویاند په وینا، د مذاکراتو ناکامي د دواړو هېوادونو د اړیکو او سیمه‌ییزې سولې لپاره ننګونه بلل کېږي، خو اسلامي امارت د سولې د ټینګښت لپاره هڅې جاري ساتي.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد په یوې انلاین خبري غونډې کې وویل چې ځینې ځانګړې پوځي کړۍ په پاکستان کې هڅه کوي د بېلابېلو پلمو جوړولو سره په افغانستان کې سوله او ثبات ګډوډ کړي، څو د خپلې ګټې لپاره وضعیت څخه استفاده وکړي.

مجاهد زیاته کړه: «ناامني او د تحریک طالبان پاکستان (TTP) شتون له ۲۰۰۲ کال راهیسې دوام لري چې اصلي لامل یې د پاکستان پوځ نادرسته پالیسي ده. هغوی په هغه وخت کې له امریکا سره متحد شول، امریکایانو ته یې اجازه ورکړه چې په وزیرستان او قبایلو ډرون بریدونه وکړي او په ورته وخت کې یې له بې‌وزله خلکو سره دښمني وکړه. د وزیرستان خلکو پر ضد یې ګڼ‌شمېر عملیات ترسره کړل، خلک یې ووژل، کورونه یې وران کړل او زندانونه یې ډک کړل.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مجاهد ټينګار کوي چې د څلورو کلونو پرمهال د دواړو لوریو ترمنځ د سولې او ثبات لپاره د پام وړ کارونه شوي چې له ډلې یې، د ستونزو حل لپاره د کمېسیون رامنځته کول او د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي‌ ترمنځ د خبرو زمینې برابرول، خو پاکستان تل دغه بهیرونه له خنډ سره مخ کړي دي.

بل‌خوا کارپوهان وايي چې پاکستان هڅه کوي چې د اسلامي امارت په همکاري د ټي‌ټي‌پي فعالیتونو ته د پای ټکی کېږدي، په داسې حال کې چې اسلامي امارت دې برخه کې هېڅ مسوولیت نه‌لري.

د نړیوالو اړیکو پوه، اکرم عارفي، وایي، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) موخې او ارمانونه خورا ستر دي، لکه د خپلواکې سیمې رامنځته کول او د دولت جوړښت چې پاکستان هڅه کوي د دې ډلې د مهار او ځپلو لپاره بشپړه همکاري وکړي. هغه ټینګار وکړ: «دا مسؤولیت د امارت اسلامي پر اوږو نه دی؛ ښايي پاکستان هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې د امریکا په منځګړیتوب وړاندې کړي او له دې لارې امتیاز ترلاسه کړي.»

د امارت اسلامي او پاکستان درېیم پړاو مذاکرات د تیرې پنجشنبې پر ورځ په استانبول کې پیل شول او جمعه پای ته ورسېدل. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې اسلامي امارت حاضر نه‌و چې توافقونه په لیکلي بڼه ثبت کړي او همدارنګه خبرداری یې ورکړی، که له افغانستان څخه بریدونه تکرار شي، پاکستان به «مناسب او مؤثر ځواب» ورکړي.

بل‌‌خوا، د اسلامي امارت ویاند ویلي چې هېڅ ډول تجاوز به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي او د خپلې خاورې د ساتنې لپاره به هر اقدام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام