Asset 1SWN

سلام وطندار

ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي

ذبیح‌الله مجاهد 33

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د تېرو جنایتونو په دوام پاکستان یوځل بیا تېره شپه په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمبارد وکړ.

هغه نن جمعه د حوت ۲۲ / مارچ ۱۳ پر اېکسپاڼه لیکلي چې په ځینو ځایونو کې ملکي کورونه په نښه شوي چې ښځې او ماشومان یې شهیدان کړي او ځينو سیمو کې یې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه کړي.

ښاغلي مجاهد ویلي چې اسلامي امارت دغه جنایت او ښکاره تېری په کلکو ټکو غندي او بې‌ځوابه به پاتې نه شي.

‏ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې، روژې مبارکه میاشت او د اختر په درشل کې دا ډول ظالمانه تجاوز څرګندوي چې دوی هيڅ کوم انساني اصولو او اخلاقي ارزښتونو ته پابنده نه‌دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن سهار وختي سلام‌وطندار ته تایید کړه چې برید تېره شپه د کابل ښار د ٢١ حوزې اړوند د ٢۴ ګذر په ساحه کې د پاکستاني جیټ الوتکو له لوري د ملکیانو په کورونو شوی.

هغه وویل، دغه برید کې ۴ عام هېوادوال شهیدان شوي او په نورو کورونو کې ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند همدارنګه ویلي چې پاکستاني الوتکو د کندهار هوایي ډګرته څېرمه د کام‌ایر شخصي هوایي شرکت د تیلو ذخیره وېشتلې.

هغه ویلي چې یاد شرکت ملکي هوایي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سوند مواد تیاروي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي چې پاکستان پخوا هم د یوه شخصي تجار د تیلو ذخیرې ویشتلې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام