د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله نن جمعه یوې خبري غونډې ته وویل، دا هېڅ معقوله نه ده چې پاکستان خپلې ستونزې په افغانستان ور واچوي.
دی وايي، پاکستان څو ځله پر افغان خاورې تېری کړی، ملکیان یې شهیدان کړي چې دا له ټولو قوانینو سره ښکاره سرغړونه ده.
هغه وویل: «د ننګرهار پېښه یې ښکاره ثبوت دی چې هلته یې د یوه کروندګر کور په نښه کړ.»
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي چې پاکستان به د خپل هر شوم اقدام ځواب په اسلاماباد کې ترلاسه کړي.
هغه همدارنګه وویل: «د اسلامي امارت پوځ نن جمعه پاکستان کې په دریو ځایونو هوايي برید وکړ. اهداف په مشخص ډول په نښه شوي او دا ښيي چې ګرېوان ته یې زمونږ لاس ورسیږي.»
ذبیحالله مجاهد وايي، پر افغانستان له تیري وروسته اسلامي امارت تل هڅه کړې چې ستونزه په خبرو حل کړي، خو پاکستان بیا بیا خپلو دغو کړنو ته دوام ورکړی.
هغه وویل: «اسلامي امارت هېڅکله پر بل چا تېرې نه دی کړی. بار بار یې ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او تر ننه پر خپل دې تعهد ولاړ دی. زموږ بهرنی سیاست پر متقابل احترام ولاړ دی او موږ نه غواړو د چا پر وړاندې د زیان او دښمنۍ لاره خپله کړو.»
د اسلامي امارت ویاند په وینا، پاکستان تېره شپه کابل کې پر دریو ځایونو، کندهار کې پر دوو سیمو او پکتیکا کې پر یوې سیمې هوايي بریدونه کړي، خو هغه یوځل بیا ټينګار وکړ چې افغانستان پر متقابل درناوي ولاړ بهرنی سیاست لري او ټيټيپي د دغه هېواد کورنۍ مسله ده.
نوموړي زیاته کړه چې پاکستان سره د تېرې شپې جګړه کې تر نن سهار پورې د اسلامي امارت ۱۳ سرتیري شهیدان شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
همدارنګه یاده جګړه کې ۵۵ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.