Asset 1SWN

سلام وطندار

ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان پروړاندې عملیات ځنډول شوي

ذبیح‌الله مجاهد 65

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان پر وړاندې د رد الظلم دفاعي عملیات لنډمهاله ځنډول شوي.

هغه وویل، امنيتي او دفاعي ځواکونه د نېکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت او د منځګړو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، ترکيې او د قطر دولت په غوښتنه د رد الظلم دفاعي عملیاتو کې د لنډمهاله وقفې اعلان کوي.

د هغه په وینا، اسلامي امارت د منځګړو هېوادونو له ښه نيت د مننې ترڅنګ څرګندوي چې د ملي امنیت، حريم او د افغانانو د ژوند خونديتوب خپله ملي او شرعي وجيبه ګڼي او د ګواښ په صورت کې به هر یرغل ته ځواب ورکړي.

د پاکستان حکومت هم ویلي چې د لنډ وخت لپاره افغانستان کې خپل پوځي عملیات دروي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وویل، جګړه کې دا لنډ مهاله ځنډ د ترکیې، سعودي او قطر په غوښتنه شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام