د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا کې د ځینو هېوادونو هغه اندېښنې بېځایه دي چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو خپلسرې ډلې شتون لري.
ذبیحالله مجاهد نن (جمعه، اسد ۳۱) پر اېکسپاڼه لیکلي چې داسې هيڅ شواهد شتون نهلري چې ورته ادعاوې ثابتې کړي.
هغه ویلي: «په داسې حال کې چې موږ دغه ادعاوې ردوو، له ټولو هغو جهتونو چې په دې اړوند اندېښنه رامنځ ته کوي، غوښتنه کوو چې بېدلیله دې د افغانستان د بېثباته ښودلو کوښښ نهکوي.»
ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې: «موږ پوښتنه کوو چې بې له کوم ثبوت او دلیل څخه د اندېښنو رامنځ ته کول به د چا په ګټه او د کوم هدف لپاره وي؟»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړې د بېځایه ادعاوو پر ځای دې افغانستان کې موجود امنیت او پرمختګ یو ښه فرصت وبلل شي او سرپرست حکومت سره همکاري وشي.
راځې د بې ځایه ادعاوو پرځای په افغانستان کې موجود امنیت او پرمختګ یو ښه فرصت وبولو او همکاري ورسره وکړو.
دا داسې مهال دی چې امنیت شورا کې د ایران، پاکستان او چین استازو ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې ځینې ترهګرې ډلې فعالیت کوي.
همدارنګه له تروریزم سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف د تېرې چهارشنبې په شپه ویلي، افغانستان کې د داعش خراسان څانګه لا هم د مرکزي اسیا او د نورو هېوادونو لپاره جدي ګواښ شمېرل کیږي.