وروسته له هغه چې د هند بهرنیو چارو وزیر د نوېډهلي او کابل ترمنځ پر سیاست او تعامل خبرې وکړې، د امارت اسلامي ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، هند سره اړیکې د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې افغانان له دې اړیکو ډېرې ګټې ترلاسه کوي.
ښاغلي مجاهد زیاتوي چې د هند د همکاریو جلبولو او د افغانستان د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړینه ده چې اړیکې نږدې وساتل شي او خبرې دوام وکړي.
«موږ له هندوستان سره خپلو اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوو او دواړه هېوادونه به له دې اړخه ګټه پورته کړي، په ځانګړي ډول افغانان د خوراکي توکو او روغتیا په برخه کې د هند له همکاریو برخمن کېږي. ټولې اړتیاوې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې اړیکو، خبرو او همکارۍ ته اړتیا لري او لا هم په دې برخه کې تمه موجوده ده.»
د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانيام جیشنکر د جمعې په ورځ د هند یوه پوهنتون کې له زده کړیالانو سره خبرو کې، د دواړو هېوادونو د تاریخي او ارزښتناکو اړیکو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې نوېډهلي له کابل سره خپل تعامل د ولسمحوره تګلارې پر بنسټ مخ ته وړي.
«هند او افغانستان له پېړیو راهیسې تاریخي اړیکې لري. په دې موده کې بېلابېل حکومتونه راغلي او تللي، خو دواړو خواوو تل ښې اړیکې ساتلي. د افغانستان پر وړاندې د هند اوسنی سیاست هم ولسمحوره دی او ډهلي خپل تعامل له افغانستان سره په همدې اساس پرمخ وړي.»
د هند بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې هېواد یې ژمن دی له افغانستان سره پرمختیايي او روغتیایي خدماتو او د خوراکي توکو مرستو کې خپلې همکارۍ ته ادامه ورکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د چارو شنوونکي باور لري چې هند د خپلو اقتصادي او جیوپولیتیکي ګټو په نظر کې نیولو سره هڅه کوي خپلې اړیکې له افغانستان سره پیاوړې کړي.
دوی زیاتوي چې د پاکستان له لوري کابل سره د اړیکو کمېدو له امله، هند په افغانستان کې خپل حضور لا ډېر کړی.
د اقتصادي او سیاسي چارو کارپوهان تاج محمد تلاش او برنا صالحي وایي:
«هند لېواله دی چې افغانستان کې د اقتصاد په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي، څو بېلابېلو برخو کې لا پیاوړی حضور ولري. د هند او افغانستان ترمنځ تعاملات او اړیکې له اوونۍ څخه تر بلې زیاتېږي؛ د چابهار له لارې او د دواړو هېوادونو د اقتصادي، دولتي او ملي هوايي کرښو له لارې اقتصادي راکړهورکړه وده کوي. له هند سره د اړیکو په نږدې کېدو سره به کډوالي، فقر او بېکاري هم کمه شي.»
«دامهال د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه دي، هند له افغانستان سره دوستانه اړیکې لري. هند خپلې ګټې په پام کې نیسي او دامهال له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو هڅه کوي، ځکه د دوی د سیال هېواد د پاکستان اړیکې له افغانستان سره خرابې شوي او هند غواړي له دې وضعیت څخه ګټه پورته کړي.»
وروسته له هغې چې امارت اسلامي بیا ځلې واک ته ورسېد، هند د وخت په تېرېدو له کابل سره احتیاطي او تدریجي تعامل پیل کړ.
د دې تعامل په جریان کې، هند کابل کې تخنیکي دفتر پرانیستنه، د خوراکي او غیرخوراکي مرستو لېږل او د چابهار له لارې د ټرانزیټ اسانتیاوو برابرول شامل وو.
امارت اسلامي هم هڅه کړې چې له هند سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي او دغه هېواد يې افغانستان کې د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم شریک هم بللی دی.