د اسراییلو پوځ وايي چې نن «سهشنبه، جولای ۱۵مه» له یمن څخه پر دوی د ډرون برید شوی دی.
د پوځ په وینا، ویشتل شوی ډرون یې، په هوا کې ویشتلی او شنډ کړی یې دی. دغه ډرون د اسراییلو سوېلي ښار اېلات ته نږدې ویشتل شوی دی.
یمن کې د حوثي ډله چې د یاد هېواد پر ډېری سیمو ولکه لري، وخت ناوخت پر اسراییلو د ډرون او توغندیو بریدونه کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له دې وړاندې له یمن څخه د اسراییلو پر لوري ویشتل شوي ډېری توغندي یا شنډ شوي او یاهم خپل هدف ته نهدي رسېدلي دي.
یمن کې د حوثي ډله د فلسطین غزې اوسېدونکو په ملاتړ پر اسراییلو او اسراییلي کښتیو وخت ناوخت بریدونه کوي او ټينګار کوي چې دا بریدونه به تر هغو روان وي څو چې اسراییلو غزه کې جګړه نهوي درولې.