د ملي دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ۳۷مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي چې نه د چا غلامي مني او نه هم د چا فرمایشات منلی شي.
مجاهد په دې غونډه کې ټينګار وکړ چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پلمه لټونکي هېوادونه باید د ستونزو له رامنځته کولو ډډه وکړي او په وینا یې، دا ستونزې د هېڅ لوري پر ګټه نهدي.
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملي دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد همداراز وویل چې له افغانستان هیڅ هېواد ته ګواښ نه دی پېښ او اسلامي امارت د ټولو هغو ډلو د مهار وړتیا لري چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښولی شي.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت له هغو هېوادونو سره هم د سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی چې پر افغانستان یې «یرغل» کړی و.