Asset 1SWN

یحیی سرېع: اسراییلو ته تلونکې هره کښتۍ به په نښه کړو

S18GIZuOC_422_639_1977_1112_0_x-large

یمن کې د حوثي ډلې ویاند یحیی سرېع د اسراییلو پر وړاندې د خپلو پوځي عملیاتو د څلورم پړاو د پیلېدو خبر ورکړی دی.

یحیی سرېع پرون «یکشنبه، جولای ۲۷مه» په یوې ټلوېزیوني وینا کې خبرداری ورکړ چې د اسراییلو بندرونو ته تلونکې هره کښتۍ به په نښه کړي.

د نوموړي په وینا، دوی به دې ته ونه‌‌ګوري چې یاده سوداګریزه کښتۍ د کوم هېواد او ملت ده او زیاته یې کړه چې هر شرکت چې له اسراییلو سره تجارت لري، کښتۍ به یې په نښه کړي.

نوموړي وویل: «د یمن وسله‌وال ځواکونه له ټولو هېوادونو غواړي، لېوالتیا لري چې له دې ترینګلیا مخنیوي وکړي، نو په دښمن دې فشار راوړي، څو خپل تېری ودروي او د غزې کلابندي پای ته ورسوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ۲۰۲۳کال له اکتوبر راهیسې، هغه مهال چې اسراییلو پرغزې خپل بریدونه پیل کړل، حوثیانو پر اسراییلو او د اسراییلو پر کښتیو وخت ناوخت بریدونه کوي.

د روان کال په مې میاشت کې امریکا له حوثیانو سره د تمې خلاف هوکړې ته ورسېد چې له مخې یې، حوثي ډلې د امریکا اړوند کښتیو بریدونه ودرول، خو ټينګار یې وکړ چې پر اسراییلو به بریدونو ته دوام ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام