د یمن حوثي ډلې اعلان کړی چې په اسراییلو کې یې، په بالستیک توغندي او دوو بېپيلوټه الوتکو «حساس» اهداف په نښه کړي دي.
د حوثيانو پوځي ویاند یحیی قاسم سریع، په یوه بیان کې وویل چې د «فلسطین۲» ډول بالستیک توغندي او ډرون باندې یې، د اسراییلو یافا سیمه کې مهم اهداف په نښه کړي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه عملیات «په بریالیتوب سره خپلو اهدافو ته رسېدلي او میلیونونه اسرائیلیان یې اړ کړل چې ځانونه پناهځایونو ته ورسوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي همداراز وویل: «دوه بېپيلوټه الوتکې هم په دې عملیاتو کې کارول شوې چې دوه مهم اهداف په امالرشراش سیمه کې په نښه شوي چې دا څرګندوي چې عملیات په بشپړ ډول کامیاب شوي دي.»
بلخوا د اسراییل پوځ نن دوشنبه، سپټمبر ۲۹مه اعلان کړی چې د یمن څخه توغول شوی یوه توغندی یې شنډ کړی دی.
حوثي ډله له شاوخوا دوه کلونو راهیسې په سره سمندر کې د کښتیو او پر اسراییلو د بالستیک توغندیو او بېپيلوټه الوتکو توغولو ته دوام ورکړی دی.