Asset 1SWN

سلام وطندار

اوکراین کې چاودنه: څلور کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي

Firefighters work after a drone fired on buildings in Kyiv, Ukraine, Monday, Oct. 17, 2022. Waves of explosive-laden suicide drones struck Ukraine's capital as families were preparing to start their week early Monday, the blasts echoing across Kyiv, setting buildings ablaze and sending people scurrying to shelters. (AP Photo/Roman Hrytsyna)

د اوکراین په شمال لوېدیځ  د اوفریج ښار د اورګاډي په تم‌ځای د چاودنې له امله لږترلږه ۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

سیمه کې پولیسو خبر ورکړی چې د چاودنې پېښه د مسافرو د اسنادو د کتنې پرمهال رامنځته شوې ده.

د پولیسو په وینا، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه ۲۳ ځوان چې د خارکېیفښار اوسېدونکی دی، له ځان سره لاسي بم ته چاودنه ورکړه.

د وژل شویو کسانو په منځ کې درې ښځې شاملې دي او په راپورونو کې راغلي چې یو سرحد ساتونکی هم وژل شوی دی.  ټپیانو کې دوه کسان د سرحدي ساتونکو له ډلې او پاتې ملکیان دي.

پولیسو ویلي چې تراوسه د برید موخه روښانه نه ده او د دې پېښې او د اوسني جګړې ترمنځ کومه پېوستون نه‌دی موندل شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د پېښې ځای، د اوکراین شمال لوېدیځ کې د ژیټومایر اوبلاسټ ولایت د کوروسټن ولسوالي پورې تړلی دی او سیمه د بلاروس پولې ته نږدې موقعیت لري.

پولیس، تخنیکي ډلې او د چاودېدونکو موادو متخصصین سیمه د چاودنې د علت او څرنګوالي روښانولو لپاره پر عملیات بوخت دي.

دې پېښې د عامه ترانسپورت په امنیت کې د اندېښنې فضا راڅرګنده کړې، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې سرحدي او ترانزیتي لارې لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام