Asset 1SWN

سلام وطندار

د خوړو نړیوال پروګرام مشر افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی

G9-wr-QWwAAo8M1

د خوړو نړیوال پروګرام WFP مشر جان ایلیف د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي سره لیدنه کي ویلي، د کونړ له زلزله‌ ځپلو او راستنېدونکو افغانانو سره د مرستو او همکارۍ پلان لري.

د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي چې هغه افغانستان سره د تغذیې په برخه کې د خپلو مرستو د دوام او پراختیا ډاډ هم ورکړی.

دې سره، د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هم دغه لیدنه کې د عامه تغذیې خدماتو پراختیا د هېواد له مهمو روغتیايي اړتیاوو څخه بللې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه ویلي، دې برخه کې مرستې باید لا منظمې، دوامداره او د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ تنظیم شي.

هغه زیاته کړې چې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره د همغږۍ او ګډو همکاریو پراختیا ته ژمن دی، څو وکولی شي د روغتیا په ټولو برخو کې خلکو ته باکیفیته او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.

همدارنګه یاده لیدنه کې د خوړو نړیوال پروګرام د روانو فعالیتونو او مرستو، د عامه تغذیې پروګرامونو د لاښه‌والي او اغېزمنتیا، د راتلونکو پلانونو او همکاریو څرنګوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام