دغه پروګرام ویلي چې افغانستان د نړۍ له تر ټولو د لوږې له بحرانونو سره مخ هېواد دی او له هر درېوو کسانو څخه یو کس بېړنیو خوړو ته اړتیا لري.
یاد سازمان پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د خپلو مالي همکارانو په مرسته توانېدلی په مناسب وخت او ځای کې تر ټولو زیانمنو کسانو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د سختې یخنۍ له رارسېدو سره به خلک د لوږې له جدي ګواښ سره مخ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د اسلامي امارت حکومت په وار وار ویلي، هېواد کې د بېوزلۍ لهمنځه وړو لپاره یې، پروګرامونه تر لاس لاندې نېولي دي.