Asset 1SWN

د خوړو نړیوال سازمان: افغانستان کې د لوږې بحران ورځ تر بلې ژوریږي

د خوړو نړیوال سازمان مرستې بېوزلي

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال سازمان WFP اندېښنه ښوولې چې افغانستان کې د لوږې بحران د هرې ورځې په تېرېدو لا پسې ژوریږي.

دغه سازمان نن (یکشنبه، اسد ۱۲) پر اېکسپاڼه ویلي، ښځې، ماشومان او بیرته راستنېدونکي تر ټولو زیانمنو کسانو څخه دي.

دغه سازمان ویلي چې راتلونکو شپږو میاشتو کې د اړمنو افغانانو وضعیت ته د رسېدو لپاره ۵۳۹ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د خوړو نړیوال سازمان په وینا، افغانستان لاهم نړۍ کې د لوږې تر ټولو شدید بحران تجربه کوي، لکه څنګه چې له هرو پنځو کسانو یو یې نه‌پوهیږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کړي.

دغه سازمان زیاته کړې چې افغانان اوس هم د څلورو لسیزو جګړو، اقتصادي بحران، سختې بېوزلۍ، پرلپسې طبیعي پېښو، اقلیمي بدلونونو او د پرلپسې وچکالۍ ناوړه پایلو سره لاس او ګرېوان دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د خوړو نړیوال سازمان همدارنګه ویلي: «افغانستان د خوارځواکۍ لوړه کچه تجربه کوي، لکه څنګه چې وړاندوینه کیږي، روان ۲۰۲۵ کال کې به تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ۳.۵ میلیون ماشومان خوارځواکۍ سره مخ وي. دا شمېر د تېر کال په پرتله نیم میلیون زیات دی. د دې ترڅنګ، ۱.۲ میلیون اومیندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې خوارځواکۍ سره مخ دي چې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.»

د خوړو نړیوال سازمان اندېښنه ښوولې چې ښځې او نجونې تر نوورو ډېر د لوږې بحران منفي پایلو سره مخ دي، ځکه هغوی څنګ ته کړل شوي دي.

د خوړو نړیوال سازمان په وینا، هغو کورنیو ته لومړیتوب ورکوي چې د ښځو له لوري یې سرپرستي کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام