د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو له ۱ ګروپ څخه د بنګلهدېش او هند کرېکټ ملي لوبډلې نن د یوه بل پر وړاندې لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شنبه، جون ۲۲مه د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې پیل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هند دا مهال د اتو غوره لوبډلو ۱ ګروپ کې په یوې بریا سره دویم ځای کې شتون لري. هند لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه.
اسټرالیا بیا له دغه ګروپ خپله لومړۍ سیالي کې بنګلهدېش لوبډله ماته کړه.
د اتو غوره لوبډلو پړاو کې لوبېدونکې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې ۱ ګروپ کې افغانستان، هند، اسټرالیا او بنګلهدېش او ۲ ګروپ کې بیا سوېليافریقا، انګلستان، وېسټانډیز او امریکا یوځای دي.
هند او بنګلهدېش له دې وړاندې په مخ شویو پنځو شل اووره سیالیو کې څلور ځلې هند او یو وار هم بنګلهدېش بریاوې خپلې کړې دي.
د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه سوېليافریقا په یوې په زړه پورې لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړه او دې پړاو کې یې دویمه پرلهپسې بریا خپله کړه.