Asset 1SWN

نړیوال جام؛ پاکستان له خپل سیال هند سره لوبه کوي

AP23244328744632-1694275976

د هند او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې د روان شل اووره سیالیو نړیوال جام اې ګروپ کې د یوه بل پر وړاندې سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، جون نهمه، ماښام ۷ بجې، د امریکا د نیویارک په ناساوو کانټي کرېکټ نړیوال لوبغالي کې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې  روان نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي امریکا ته وبایلله او نن به له خپل سیال پیاوړي هند سره ولوبېږي.

هند بیا نړیوال جام په بریا پیل کړ او خپله لومړۍ لوبه کې یې ایرلنډ ته په یوه اړخیزه توګه ماته ورکړه. په دغه ګروپ کې امریکا په دوو بریاوو د جدول په سر کې او هند دویم ځای لري.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې خپلې وورستۍ پنځه شل اووره سیالي ګټلي، خو پاکستان بیا وروستیو پنځو سیالیو کې یوازې دوه لوبې ګټلي او پاتې یې بایللې دي.

بل‌خوا د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې بیا هند درې ځلې او پاکستان هم دوه ځلې بریاوې خپلې کړې دي.

دا لومړی ځل دی چې هند او پاکستان د امریکا په کوربه‌توب په شل اووره نړیوال جام کې سیالي کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادې لوبې لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي چې او د لوبغالي ټکټونه لاپخوا پلورل شوي دي. کانټي کرېکټ لوبغالی چې د نیویارک لونګ ایسلنډ کې تازه جوړ شوی، د ۳۴زره نندارچیانو ظرفیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام