Asset 1SWN

نړیوال جام؛ هند او اسټرالیا د یوه بل پر وړاندې لوبېږي

383537

د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو په ۱ ګروپ کې نن د هند او اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې د یوه بل پر وړاندې سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه، جون ۲۴مه د اېس‌ټي لوسیا د «ډېرن سمي ملي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سیالي به د افغانستان پر وخت د ماښام ۷ بجې پیل شي.

هند چې تراوسه په دغه جام کې کومه سیالي نه‌ده بایللې، د اتو غوره لوبډلو پړاو په ۱ ګروپ کې په څلور امتیازونو لومړی ځای لري.

اسټرالیا دویم او افغانستان هم درېیمه ځای کې شتون لري. بنګله‌دېش وروستي ځای کې دی.

که د نن په لوبه کې هند اسټرالیا ته ماته ورکوي، افغانستان به د دې چانس ترلاسه کړي چې بنګله‌دېش ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای‌لوبې ته لاره پیدا کړي.

که اسټرالیا بریالۍ کېږي چې هند مات کړي، نو افغانستان باید په لوی توپیر بنګله‌دېش څخه سیالي وګټي.

هند به دې لوبه کې هڅه کوي چې له اسټرالیا څخه د ۲۰۲۳کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام پای‌لوبې غچ واخلي. اسټرالیا په هغه پای‌لوبه کې هند ته ماته ورکړې وه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د روان شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره پړاو ۱ ګروپ څخه انګلستان او سوېلي‌افریقا نیمه پای‌لوبو ته لاره پیدا کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام