Asset 1SWN

سلام وطندار

نړیوال بانک په درې میلیونه افغانۍ پروان کې د اوبو شبکه جوړوي

IMG-20251004-WA0049

د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، د نړیوال بانک په مالي لګښت د دغه ولایت په سیاه‌ګرډ ولسوالي کې د یعقوب‌خېل کلي لپاره د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړیږي. دا پروژه د اغاخان بنسټ له‌خوا پلې کېږي او ټاکل شوې ۱۷۴ کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.

د ریاست ویاند عبوالصبور رویت نن شنبه ( تلې دولسمه) سلام‌وطندار ته وویل، دغه شبکه ۲۶۱۶ متره پایپونه، ۱۳۶ شیردهن، درې جوماتونه،۲۰ متري ژوره څاه، د ۳۰ مترمکعبه اوبو زېرمتون او د ۹۰۰۰ واټه لمریز برښنا سیستم لري. د پروژې ټول لګښت درې میلیونه او ۱۸۴ زره او ۸۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


رویـت زیاته کړه چې د پروژې په پلي‌کېدو سره لسګونه ځايي کارګرانو ته د کار زمینه هم برابرېږي.

یادونه باید وشي چې د پروان د غوربند درې اړوند د سیاه‌ګرډ ولسوالي یعقوب‌خېل کلي د کم‌انکشاف شویو سیمو له ډلې دی چې ډېری اوسېدونکي یې د کرنې او مالدارۍ له لارې ژوند چلوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام