Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې په نږدې ۱۳میلیونه افغانیو د درېوو پروژو چارې پيل شوې

7189353a-f8e9-42b7-b274-0c7cecae314c

د میدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د درېوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د تطبیق چارو امر محمدسلیم بریالي سلام‌وطندار ته وویل چې دا پروژې د جغتو ولسوالي په ابطله او ادینه کلیو کې پلې کېږي چې په‌کې دوه لس متري پلونه او ۶،۸ کیلومتره کلیوالي سړک شامل دي.

هغه زیاته کړه چې یادې پروژې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ او د (UNOPS) موسسې په تخنیکي همکارۍ پلې کېږي او ۱۲.۶ میلیونه افغانۍ لګښټ پرې راځي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د دغو پروژو چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي او د کار په جریان کې به یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د ده په خبره، چې د پروژو له بشپړېدو سره به د جغتو ولسوالۍ د خلکو ترانسپورټي ستونزې په اساسي ډول حل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام