Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې د اوبو مدیریت د شپږو پروژو چارې پيل شوې

518400281_122134941374721679_8874973319330678879_n

د میدان‌وردګ په نرخ ولسوالي کې د ۲سوه زره ډالرو په ارزښت د اوبو د مدیریت اړوند د شپږو پروژو چارې پيل شوې.

د یادو پروژو د چارو پرانیست غونډې ته د میدان‌وردګ د اوبو او انرژۍ رئيس مولوي عبدالصمد حلیم وویل، دغه پروژې د نرخ ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO له لوري د شاوخوا ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت تطبیق کیږي.

د دغو پروژو چارې به د راتلوونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې بشپړې شي.

په دغو پروژو کې درې چکډېمونه، یو ذخیروي بند، د اوبو یو کانال او په جغتو ولسوالۍ کې د شیخ علي کانال جوړوول شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اخوا د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د اوبو مدیریت او د کرنې برخه کې دغه پروژې مهمې بولي او وايي، هڅه کوي ورته پروژې د میدان‌وردګ نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

منصور وویل، اسلامي امارت په ټول هیواد کې د اوبو مدیریت او برښنا په برخه کې لسګونه اساسي پروژې تر کار لاندې لري چې له بشپړیدو سره به یې هیواد کې زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه او باغونه خړوب شي.

د میدان‌وردګ ولایت مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ هم وویل، دې وروستیو کلونو کې دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله ډیری د اوبو سرچینې وچې شوي او د ورته پروژو له عملي کېدو سره به تر ډېره د بزګرانو د کرکېلې لپاره د اوبو کمښت ستونزه هوار شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام