د هرات د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي چې د تخت صفر له سړک څخه تر انصاري پله پورې د سړک د سفالت چارې پیل شوي دي. دغه پروژه د هرات ښار د پنځم، اتم او پنځلسمو ناحیو اړوند ده.
د هرات د ټولګټو چارو ریاست د کیفیت تضمین انجینیر طارق رحیمي وايي چې دغه پروژه په ټوله کې ۲۵۰۰ متر اوږدوالی او ۷ متر پلنوالی لري چې د ۳۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د هرات ښاروالي د پراختیايي بودیجې په لګښت د ټولګټو ریاست لهخوا عملي کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، تمه ده چې پروژه به د راتلونکو ۲۰ ورځو په ترڅ کې بشپړه او د استفادې لپاره وړاندې شي.
یادونه ده چې د دې پروژې دویمه برخه به د انصاري پله څخه تر غیاثیه پوهنتون پورې د دوو کیلومترو په اوږدو کې د هرات ښاروالي د پراختیايي بودیجې په ۲۴ میلیونه افغانیو لګښت عملي شي.