Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیا پوهنتون کې په شپږ میلیونه افغانیود یوې پروژې چارې پیل شوې

پکتیا پوهنتون

د پکتيا پوهنتون څخه نن یکشنبه، لیندۍ ۱۶مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ياد پوهنتون کې د شپږ میلینونه افغانیو په لګښت د برښنارسونې برخه کې د يوې پروژې چارې پيل شوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې په ياده پروژه کې برښنایي ترانسفرمر نصب، تجهیزات او د برښنا غځونې ټولې چارې په‌کې شاملې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپانه کې زياته شوې چې په دغه پروژه کې (۸۰۰) کیلو واټه برښنايي ټرانسفرمر، سمنټي او فلزي پایې، د برښنا غځونې بېلابېل کېبلونه غځول کېږي چې ورسره به د پوهنتون برښنا په معیار برابره شي.

له قرار دادي شرکت هم غوښتنه شوې چې دغه پروژه په خورا منظم ډول ترسره کړي، څو ورسره د برېښنا په برخه کې د پوهنتون شته ستونزې حل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام