د لوګر د پُلعلم ښاروالۍ له لوري د ښار اړوند «هوني سفلي» سیمه کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت د یوې پراختیایي پروژې عملي چارې پيل شوې.
د یادې پروژې د پرانیستې مراسم کې د لوګر د والي مرستیال، د پُلعلم ښاروال او یو شمېر نورو دولتي مسوولانو ګډون کړی وو.
د پُلعلم ښاروالۍ د تخنیکي خدماتو مدیر انجنیر عبدالقادر ستانکزي وویل، دې پروژه کې د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د فرعي کوڅو اساسي کانکریټ اچول، د ۳ زره مترو په اوږدوالي د ویالو جوړول او د ۱۵ پایو پلګوټو رغول شامل دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې د دغې پروژې چارې به د راتلونکو پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شي او د عملي کېدو پر مهال به یې شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.
هغه وویل، یاده پروژه د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې تمویلېږي او د «هوني سفلي» سیمې د زیربناوو د پیاوړتیا په موخه پلي کېږي.
ورته مهال، د «هوني سفلي» سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د پيل هرکلی کړی او دا یې د سیمې لپاره یو مهم او ارزښتناک ګام بللی.
د دوی په وینا، د پروژې له بشپړېدو سره به ښاریانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او د تګ راتګ ستونزې به تر ډېره هوارې شي.