Asset 1SWN

سلام وطندار

زابل کې په ۹۳زره ډالرو د څښاک اوبو رسولو پروژې چارې پیل شوې

1000271592

د زابل ځايي مسوولان وايي، دغه ولایت کې د اړمنو سیمو  لپاره د «الهلال الأحمر القطري» بنسټ په مالي ملاتړ د څښاک پاکو اوبو رسولو پروژې چارې پیل شوې.

د څښاک اوبو رسولو د دغې پروژې چارې په دریو ماشتو کې بشپړیږي او شاوخوا ۹۳ زره ډالره لګښت پرې راځي.

د دغې پروژې له مخې به، د زابل په ۹ بېلابېلو سیمو کې ۹ څاګانې وکیندل شي چې هره څاه به د سولر سیسټم، اوبو زېرمه کولو ټانکۍ او ټولو اړینو وسایلو سره مجهزه وي.

د پروژې تطبیق‌کوونکي انجنیر محمد امین رحیمي وویل:

«دا پروژه د قطر د خلکو له مرستو تمویلېږي او ټولټال شاوخوا ۲۰ څاګانې په‌کې شاملې دي چې ۹ به  په زابل او پاتې ۱۱ به کندهار ولایت کې وکیندل شي .»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د زابل ولایت مقام ویاند مولوي صدیق‌الله وثیق وویل، د یادې پروژې په عملي کېدو سره به د خلکو ګڼې ستونزې حل شي.

هغه د دغې پروژې له تطبیق کوونکي شرکت څخه وغوښتل چې یاده پروژه پر ټاکلي وخت او په ښه کیفیت سرته ورسوي، تر څو د ژمي له راتګ وړاندې ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

د څښاک اوبو رسولو دغه پروژه داسې مهال تطبیق کیږي چې د زابل ډېری لرې پرتو سیمو کې ګڼ شمېر ولسي وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام