د نورستان مسوولانو وايي، په دغو پروژو کې پُل، سړکونه او د اوبو رسونې لمریزې برښنا شبکې شاملیږي چې له بشپړېدو سره به یې د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شي.
د نورستان د والي مرستیال فیصل مختار تېره ورځ (یکشنبه، جوزا ۱۱) وویل، په ختيځ نورستان کې د خلکو لومړنیو اړتیاوو ته په کتو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چاروزارت له لوري ۷ پروژې منظور شوي چې د پنځو یې تېره ورځ عملاً چارې پیل شوې.
هغه وویل، په دغو پنځو پروژو چې له کونړ سینده شاوخوا ۴ زره جریبه للمي ځمکې ته د اوبو رسونې د لمریزې برښنا شبکه، پُل او د سړکونو جوړول په کې شاملیږي، ۸۹ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.
ورته مهال د نورستان اوسېدونکي که څه هم د دغو پروژو پیل ته خوښ دي، خو له مسوولانو د ورته نورو پروژو پیلولو غوښتنه کوي.
ختیځ نورستان کې دا پروژې داسې مهال پیلېږي چې تر دې وړاندې د سرپرست حکومت مشر ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې د خلکو د ستونزو د حل په موخه د پروژو د تطبیق په موخه ځانګړې بودیجه منظوره کړې وه.