Asset 1SWN

خوست کې په څه باندې ۸۰ میلیونه افغانیو د ۳۷ پروژو چارې پیل شوې

IMG-20250318-WA0051

د خوست محلي مسوولان وايي چې یاد ولایت کې د څه باندې ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۷ پراختیايي پروژې پیل شوې.

د خوست ولايت مقام څخه نن چهارشنبه، کب ۲۹مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پروژې د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالي په ۳۷ کلیو کې پلې کېږي.

یادې پروژې د کلیوبيارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او د یونپس موسسې په مالي لګښت او د خلکو په مشرۍ د بیارغونې موسسې له لورې پرمخ وړل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې د خوست ولايت د کليو بيارغونې او پراختيا رییس عنايت‌الرحمن جلالي له قوله ويل شوي چې دې پروژو کې استنادي دیوالونه، سرکونه، کانالونه او د اوبو رسونې پروژو ترڅنګ د پلچکونو جوړول شامل دي.

هغه دغه‌راز زیاته کړه چې د یادو پروژو په پېل سره به دغه ولسوالي زرګونه کارګرو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې، د یادې ولسوالي ۷۹۱۴ کورنۍ له ګټې‌اخیستنې برخمنې شي.

نادرشاه کوټ يوه له هغو ولسواليو شمېرل کېږي چې د اوسېدونکو په خبره يې، په تېرو شلو کلونو کې ورته د بيارغونې او پراختيا برخو کې پاملرنه نده شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام