د خوست د کليو بيا رغونې او پراختيا ريس مولوي علي محمد حقاني وويل د دې ولايت په باک، ځاځيميدان او ګربز ولسواليو کې یې د ۱۷ رغنيزو پروژو چارې پيل کړې چې څه باندې ۴۳ ميليون افغانی لګښت پرې کيږي.
هغه وويل، يادې پروژې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام په مالي ملاتړ پلي کيږي.
يادو پروژو کې دوه د سړک او ۱۵ يې د اوبو لګولو په برخه کې دي چې د کانالونو، د اوبو تنظيم او د استنادي ديوالونو جوړول پهکې شاملیږي.
د يادو پروژو د پيل مراسمو کې د خوست والي عبدالله مختار وويل، واک ته د اسلامي امارت په رسېدو، توانيدلي چې د هيواد په کچه لويې او مهمې پروژې پلي کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وويل، که څه هم د اسلامي امارت په لاس کې امکانات ډېر کم دي، خو د هيواد په ټولو ولايتونو کې رغنيزې پروژې تطبيق کوي.
د خوست ولايت اوسيدونکي هم د يادو رغنيزو پروژو پلي کېدو ته خوښي څرګندوي.
د ګربزو ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي رحيم ګل وويل، په زياترو سيمو کې د ځمکو خړوبولو لپاره اوبه کمې دي، نو د وچکالۍ مخنيوي او د اوبو تنظيم لپاره بايد ورته نورې پروژې هم تطبيق شي.
هغه وويل، په ډېری سيمو کې د استنادي ديوالونو، چکډيمونو او کانالونو نشتون له امله ډېری اوبه ضايع کيږي چې بايد ورته جدي پاملرنه وشي.