Asset 1SWN

پکتيا کې د ۱۶۹ رغنيزو پروژو چارې پيل شوې

IMG_1274

د کليو بیارغونې او پراختيا وزارت سرپرست مولوي محمد يونس اخندزاده د يادو پروژو د پيل مراسمو ته وويل، تېره ورځ يې د پکتيا زرمت ولسوالي کې د «يونپس» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۹ پروژو چارې پيل کړي چې شاوخوا ۲۳۶ ميليون افغانی لګښت پرې راځي.

په يادو پروژو کې سربندونه، محافظوي او استنادي ديوالونه، په کليوالي سړکونو جغل اچونه، پلونه، پلچکونه او ځينې نورې پروژې شاملې دي چې ټولې د زرمت ولسوالي بيلابيلو کليو کې پلې کيږي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وویل: «دا پروژې به په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړې شي، تقريبا ۲۷ زره کسان به ترې ګټه پورته کوي، راتلونکي کې به هم د دغه ډول پروژو پلي کېدو لپاره هېڅ کوو.»

د يادو پروژو پيل مراسمو کې د پکتيا کليو بيا رغونې او پراختيا ريس مولوي ميرزاجان صادق وويل چې زرمت يوه پراخه ولسوالي ده او په تېرو کلونو کې ورته د بيارغونې او پراختيا برخو کې کار نه‌دی شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زياته کړه چې ياد شمېر پروژې به په ۱۵۵ کليو کې تطبيق شي. هغه له خلکو او اړوند مؤسسې غوښتنه وکړه چې د پروژو چارې په معياري او اساسي توګه ترسره کړي.

په ورته وخت د زرمت ولسوالي يو شمېر اوسيدونکي هم د يادو پروژو چارو پيل ته خوښ دي.

د زرمت ولسوالي قومي مشر نورمحمد وويل چې په زرمت ولسوالي کې زياتره سړکونه خراب دي او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

هغه غوښتنه وکړه چې د ځمکو خړوبولو لپاره بايد ورته لوی کانالونه او بندونه جوړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام